د هلمند مسوولین وایي، د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه، ګرشک، کجکي، سنګین، واشېر او باباجي ولسوالیو کې ۸۸ شنې خونې جوړې شوې دي.
د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي چې دا شنې خونې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام په همکارۍ له تېرو دوو کلونو راهیسې جوړې شوې دي.
د مسوولینو په وینا چې په دې شنو خونو کې بېلابېل سابه کرل کېږي، او موخه ترې د بېلابېلو محصولاتو د کرلو لپاره زمینه برابرول دي.
په ورته مهال د هلمند ولایت یو شمېر اوسېدونکي د دې شنو خونو پر جوړېدو خوښ دي او دا یې د معشیت د ښهکېدو لپاره مهمې بللې دي.
د ویلو ده چې په هلمند سربېره په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم لسګونه شنې خونې جوړې شوې، چې دا اقدام وخت ناوخت د کروندګرو له هرکلي سره مخ شوی دی.

