د بلخ ولایت د مولانا جلالالدین محمد بلخي په نړيوال هوايي ډګر کې د مسافرو د انتظار ځای او د وسایطو د تم ځای د جوړولو چارې د يو ميليون ډالرو په ارزښت پيل شوې.
د ياد هوايي ډګر د رسنيو دفتر د خبرپاڼې له مخې، دغه پروژې د ۱۸ زره او ۱۰۰ متره مربع په ځمکه کې پلي کېږي، چې پکې د مسافرو د انتظار ځای او کافيشاپ، صرافۍ، د سفر استازولۍ، کانټین او د استراحت خونې په پام کې نيول شوي دي.
ټاکل شوې، چې دا پروژې د عامه-خصوصي مشارکت له لارې د دوو خصوصي ساختماني شرکتونو له لوري په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
د ويلو ده، چې د مولانا جلالالدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر د هېواد په کچه، په ځانګړې توګه د شمالي زون لپاره، یو له مهمو هوايي ډګرونو څخه بلل کېږي.

