د سوریې د لنډمهالي حکومت مشر احمدالشرع د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په ناستو کې د ګډون لپاره نیویارک ته رسېدلی دی.
نوموړي په امریکا کې له تاوده هرکلي سره مخ شوی. الشرع په امریکا کې د سوریې له یو شمېر اوسېدونکو سره کتلي هم دي.
ویل کیږي چې دا په تېرو ۵۸ کلونو کې لومړی ځل دی چې د سوريې یو ولسمشر د ملګرو ملتونو په غونډو کې ګډون کوي.

