ډېر لوستل شوي

د امريکا ولسمشر د ځینو اسلامي هېوادونو له مشرانو سره کتلي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د قطر، سعودي عربستان، مصر، اندونیزیا، ترکیې او پاکستان په ګډون د یو شمېر عربي او نورو اسلامي هېوادونو له مشرانو سره کتلي دي.
ټرمپ یاده لیدنه د خپلې ورځې «تر ټولو مهمه ناسته» بللې ده.
نوموړي خبریالانو ته ویلي: ((دا زما تر ټولو مهمه ناسته وه. ما نورې مهمې ناستې هم لرلې او زه نه غواړم چې چا ته سپکاوی وکړم؛ خو د هغو ۳۲ ناستو څخه چې ما لرلې، دا زما لپاره تر ټولو مهمه وه.))
د امريکا ولسمشر ټرمپ تر دې وړاندې ویلي و، چې د غزې په تړاو به د هغه ناسته ډېره مهمه وي.

اړوند خبرونه