د بلوچستان په مستونګ کې د یوې بمي چاودنې له امله د کویټې پر لور روان «جعفر اېکسپرېس» اورګاډی په نښه شوی دی.
د لومړنيو راپورونو له مخې، په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.
د ځایي پولیسو په وینا، چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې اورګاډی د «سپیزینډ» سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و.
د جعفر اېکسپرېس اورګاډي مسوولین وايي، د پېښې پرمهال په اورګاډي کې شاوخوا ۲۷۰ مسافر سپاره وو.
دا لومړی ځل نه دی چې بلوچستان کې د ناامنيو له امله اورګاډی په نښه کېږي، بلکې څه موده وړاندې هم يو اورګاډی په نښه شوی و، چې ګڼ کسانو ته پکې مرګژوبله واوښته.

