ډېر لوستل شوي

د تاجیکستان ولسمشر: د افغانستان اقتصادي او ټولنیز پرمختګ غوښتونکي یوو

د تاجیکستان ولسمشر امام‌علي رحمان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په غونډه کې ويلي، هېواد یې د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ غوښتونکی دی او د دې برخې په هر اړخیزو همکاریو کې چمتووالی لري.

دغه ولسمشر ټینګار کړی، چې تاجیکستان د افغانستان د بشپړ سولې او ثبات ملاتړ کوي. هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره د بشري مرستو په ځانګړې توګه د زلزله‌ ځپلو او غرنیو سیمو په ملاتړ کې خپل رول ادا کړي. د ويلو ده، چې دا څلورم کال شو چې افغانستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په غونډو کې له رسمي استازیتوبه بې‌برخې دی، خو د سیمې او نړۍ د یو شمېر مشرانو د ویناوو برخه بیا افغانستان ته ځانګړې شوې وه.

اړوند خبرونه