ډېر لوستل شوي

اقتصادي معاونيت تخار کې د يوه سوداګريز مارکېټ جوړولو طرحه د تائيد وړ بللې

د رياست‌الوزرا د اقتصادي معاونيت د پانګونې بين‌الوزارتي کمېټې په خپله نوبتي غونډه کې د تخار په مرکز تالقان ښار کې د ښاروالي پر ځمکه د سوداګريز مارکېټ جوړولو طرحه د تائيد وړ بللې ده.

ياد معاونيت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دغه طرحه د وروستۍ پرېکړې په موخه اقتصادي کمېسيون ته لېږل شوې ده. د خبرپاڼې له مخې، د دغه څلور پوړيز سوداګريز مارکېټ جوړولو لپاره خصوصي سکټور ۱۱۰ ميليون افغانۍ پانګونه کوي، چې لسګونه هېوادوالو ته به د کار زمينې برابرې کړي.

اړوند خبرونه