د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د غونډې په څنډه کې د سوريې له ولسمشر احمد الشرع سره کتلي دي.
د «سانا» خبري اژانس راپور له مخې، د دواړو مشرانو لیدنه د امریکا د ولسمشر له لوري د یوې ځانګړې مېلمستیا پر مهال ترسره شوې، خو د خبرو اترو جزئیات لا نه دي خپاره شوي. دغه لیدنه په داسې حال کې شوې، چې د سوریې ولسمشر په خپله وینا کې د اسرائیلو پر بریدونو کلکې نيوکې کړې او هغوی یې د خپل هېواد د حاکمیت د نقض مسوول بللي دي.

