د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په انقر کې د افغانستان سوداګريزه اتشه سید حماد هاشمي د ارزروم ښار د «شپږمې نړيوالې کانګرې» په غونډه کې ګډون کړی دی.
ياده کانګره د کرنې په برخه کې د ښاروالیو، دولتي چارواکو، د سوداګرۍ خونې، او د بېلابېلو هېوادونو د علمي او تخنیکي څېرو په ګډون ترسره شوې ده.
ياد وزارت، د دې کانګرې موخه د زراعت په برخه کې ګډې همکارۍ، د حکومتونو ترمنځ د تجربو تبادله او د اقتصادي، علمي او سوداګریزو ظرفیتونو معرفي کول ښودلي دي.
سوداګریز اتشه هاشمي د غونډې په څنډه کې د ترکيې له لوړپوړو چارواکو سره هم لېدلي او د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د پېژندنې، د ګډو همکاریو د فرصتونو، د سوداګریزو او کرنیزو نندارتونونو د چمتووالي او د عصري زراعت د پراختیا په تړاو یې خبرې کړي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاتوي، چې په دې نړيوال کانګره کې د افغانستان ګډون د « AgriCities» نړیوالې ټولنې په بلنه ترسره شوی دی. دغه وزارت ټینګار کوي، چې د افغانستان د سوداګرۍ د پراختيا او له نړیوالو فرصتونو د ګټې اخیستنې هڅې به په پرلهپسې توګه دوام ولري.

