د سوريې د ګرځندوی وزیر مازن الصالحي د ګرځندوی د ملاتړ په موخه د ۱.۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت د پانګونې تړونونه لاسلیک کړي دي.
د سوریې د دولتي خبري اژانس د الصالحي په حواله ویلي، چې دغه تړونونه د مستقیمو قراردادونو او د هوکړو یادښتونو له لارې شوي، چې په چوکاټ کې یې د شته تاسیساتو پراختیا، د هوټلونو او رستورانتونو جوړول، د تفریحي ښارونو رامنځته کول او د تاریخي سیمو بیا رغونه شامله ده.
دا په داسې مهال ده، چې سوریې له دې وړاندې هم د اګست په میاشت کې د ۱۴ میلیارد ډالرو په ارزښت ۱۲ د پانګونې تړونونه لاسلیک کړي وو، چې د زېربنا، ټرانسپورټ او جایدادونو پروژې یې رانغاړلې.
د ويلو ده، چې د دغو ټولو پروژو موخه د جګړې له امله د زیانمن شوي اقتصاد بېرته ژوندي کول ښودل شوي دي.

