د لوګر ولايت د «ده مغلان» سيمه کې يو پل د ۶۴ زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
رسنیو ته لېږل شوې خبرپاڼې له مخې، په دې مراسمو کې د نیمروز ولايت والي شيخ محمد قاسم خالد هم ګډون کړی و.
ښاغلي خالد د مراسمو پر مهال د لوګر ولسونو قربانۍ ستایلې او زياته کړې يې ده: ((د شل کلن اشغال پر وړاندې د افغانانو مبارزې پیل له همدې سیمو شوی وو او دغه ولسونه د ازادۍ اتلان ګڼل کېږي.))
د خبرپاڼې له مخې دغه پل د يوه ملي سوداګر په مالي ملاتړ جوړ شوی، چې ښاغلي خالد يې دغه هڅه د ملي احساس یوه ښه بېلګه بللې.
د نيمروز والي دغه راز زياته کړې، چې د هېواد ملي سوداګرو تر پرون پورې د جهادي چارو ملاتړ کاوه، خو نن د ابادۍ او هېواد جوړونې په برخه کې د اخلاص او ملي احساس ښکارندویان دي.

