ډېر لوستل شوي

ماليې وزارت هېواد ته د بې‌کيفيته نفتي توکو د راتګ مخه نیولې

د ماليې وزارت د نفتي توکو د کيفيت او څارنې رياست د روان کال په تېرو درېيو مياشتو (چنګاښ، زمری او وږي) کې یې د ټاکل شويو معيارونو له مخې ۴۲۴ ټانکره بې‌کيفيته نفتي توکي بېرته ورګرځولي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، له بېرته ورګرځول شويو ټانکرو ۳۹۷ ټانکره ډېزل او ۲۳ ټانکره پېټرول د نيمروز له بندره، او ۴ ټانکره پېټرول د حيرتان او شېرخان بندرونو له لارې ورستانه شوي دي.
مالیې وزارت څرګنده کړې چې د نفتي توکو د کيفيت او څارنې رياست هڅه کوي د ټاکل شويو معيارونو پر بنسټ هېواد ته د لوړ کيفيت او معياري نفتي توکو د واردېدو زمینه برابره کړي او له بې‌کيفيته تېلو د واردېدو په کلکه مخنیوی وکړي.

اړوند خبرونه