د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نيوز سره په مرکه کې ويلي، چې د غزې د سولې طرحې د لومړي پړاو له تائيد وروسته به د راتلونکې دوشنبې په ورځ د حماس له لوري ۲۰ اسرائيلي بنديان خوشې شي.
په ورته مهال د ترکيې دولتي خبري اژانس «TRT» بيا د حماس د سرچينو په حواله راپور ورکړی، چې د اسرائيلي بنديانو د خوشې کولو په بدل کې به د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲ زره فلسطيني بنديان له اسرائيلي زندانونو ازاد شي.
د سرچينې په وينا، په دې کسانو کې ۲۵۰ هغه کسان هم شامل دي چې په «عمري قيد» محکوم شوي وو. همدارنګه، د ټرمپ د سولې د طرحې له مخې، ټاکل شوې چې د هر اسرائيلي مړي په بدل کې به ۱۵ د فلسطيني قربانيانو جسدونه د اسرائيلو له لوري بېرته وسپارل شي.