د پاکستاني طالبانو مشر نور ولي محسود هغه اوازې په کلکه رد کړې، چې ګواکې کابل کې پرې برید شوی.
ښاغلي محسود ته منسوب غږیز کلیپ کې چې ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي، نوموړی وايي:((په ميډيا کې خپرېدونکي تبليغات ناسم او دروغ دي، زه په خپله قبايلي خاوره (خیبرپښتونخوا) کې يم او روغ رمټ يم.))
نوموړي د ډاډ لپاره تازه نېټه هم ياده کړې، څو دا څرګنده کړي چې دا غږيز پيغام تازه دی. په ورته مهال د پاکستان حکومت راپورونه خپاره کړي وو چې ګواکې نور ولي محسود کابل کې په يوه هوايي برید کې په نښه شوی دی، خو نوموړي وروستي غږيز پیغام دغه ادعا بېاساسه بللې.

