د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ په بیضوي خونه کې له خبریالانو سره په خبرو کې د غزې په تړانګه کې د اوربند د دوام په اړه خوشبیني ښودلې ده.
«سي اېن اېن» ټلوېزيون د ټرمپ په حواله ویلي: «ټول له جګړې ستړي شوي دي. مه هېروئ، تاسو د اکتوبر اوومه درلوده، هغه یوه ویرونکې ورځ وه چې پکې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول، خو حماس ۵۸ زره کسان له لاسه ورکړي دي. دا یوه لويه مرګونې وه.»
په همدې حال کې، د جګړې له پای او د اوربند له عملي کېدو وروسته، شاوخوا ۲۰۰ زره فلسطینیان له جنوبي سیمو څخه د غزې شمال ته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت بیا د شهيدانو شویو کسانو شمېر د ټرمپ له اعلان سره په توپیر کې ۶۷ زره تنه ښودلی دی.
بل لور ته، د حماس غورځنګ ویلي چې د مصر او غزې تر منځ د رفح پوله به تر راتلونکې اوونۍ پورې پرانیستل شي، څو د جګړې له امله بېکوره شوي فلسطینیان خپلو سیمو ته ستانه شي.
راپورونه زیاتوي، چې د اسرائيلي اشغالګرو له شا تګ وروسته، د حماس غورځنګ ځواکونه د غزې په ځینو برخو کې د امنیت د ټینګښت لپاره ځای پر ځای شوي دي.