فاکس نیوز خبر ورکړی، چې د امریکا کالیفورنیا ایالت د هنټنګټن بیچ په سیمه کې یوه هلیکوپټر سقوط کړی.
فاکس نیوز د یادې صحنې ويډیو په خپرولو سره ویلي، چې پېښه کې پنځه کسان ټپیان شوي دي. د یادونې ده، چې امریکا کې د الوتکو او چورلکو د سقوط پېښې وروستیو کې ډېرې شوې، چې مالي زیان ترڅنګ مرګ ژوبله هم لري.