د غزې په صبرا سيمه کې د الجزيرې خبريال صالح الجفراوي د وسلهوالو په ډزو کې شهيد کړی شوی دی.
د الجزيرې د راپور له مخې، نوموړي د صبرا په سیمه کې د فلسطیني امنیتي ځواکونو او وسلهوالو ډلو ترمنځ د نښتې پر مهال ژوند له لاسه ورکړی.
۲۸ کلن صالح الجفراوي د جګړې له امله له شمالي غزې بېځایه شوی و. نوموړی د جګړې له سیمو څخه د خپلو ویډیويي راپورونو له امله ډېر شهرت موندلی و.
په غزه کې د جګړې له پيل ـ تر اوسه له ۲۷۰ څخه ډېرو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یادونې ده، چې د غزې روانه جګړه د نړۍ د خبریالانو لپاره له تر ټولو وژونکو شخړو څخه ګڼل کېږي.