د پاکستان د حکومت مخالفو سياسي حزبونو ائتلاف د يوې ناستې په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو اختلافونو او ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو او سولهييزو لارو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان د «جیو نیوز» د راپور له مخې، دغه ناسته د يکشنبې په شپه (د میزان ۲۰مه) د «تحریک تحفظ آيین پاکستان» (TTAP) تر مشرۍ لاندې د سياسي اپوزیسیون له لوري ترسره شوې ده.
ائتلاف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولهييزې هوکړې ټینګښت ته ټینګار کړی او له حکومت څخه یې غوښتي، چې پارلمان دې ګډه ناسته راوبلي او خلک دې د وروستیو تحولاتو په اړه په جریان کې وساتي.
په راپور کې، د اپوزیسیون ياد ائتلاف د بلوچستان او خيبر پښتونخوا په سیمو کې د ترورېزم او ناارامیو له زیاتېدو هم اندېښنه څرګنده کړې او له اړوندو ادارو یې غوښتي، چې د ثبات د ټينګښت لپاره له ولایتي حکومتونو او خلکو سره ګډ کار وکړي.
غړو د فدرالي حکومت له لوري د خيبر پښتونخوا د واک لېږد په بهیر کې پر مداخلې يې هم انتقاد کړی دی.
د يادونې ده، چې د شنبې په شپه افغان ځواکونو د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاورې د مکررو سرغړونو په غبرګون کې د ډيورند فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو پراخ عمليات ترسره شول.