حماس غورځنګ په غزه کې د اوربند د لومړي پړاو د پلي کېدو په ترڅ کې اوه اسرائيلي بنديان د سره صليب نړيوالې کمېټې ته وسپارل.
اسرائيلو هم د اوربند د هوکړې له مخې، له خپلو زندانونو سلګونه فلسطيني بنديان خوشې کړي.
ټاکل شوې، چې حماس نن نور ژوندي ۱۳ نيول شوي اسرائيليان هم خوشې کړي.
بلخوا، د اسرائيلو پوځ تائيد کړې چې د حماس غورځنګ له لوري اوه تنه خوشې شوي اسرائيليان دوی ته رسېدلي دي.
د ويلو ده، چې د دې هوکړې موخه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰ مادو پر بنسټ د تلپاتې سولې لپاره لاره هوارول ښودل شوي دي.