د ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې د یاد وزارت له لوري د څه باندې ۱۲ میلیون ډالرو په ارزښت د آقينې – اندخوی د دويم فاز ۱۰ کيلومتره اوسپنې پټلۍ رغنيزې چارې پیل شوې دي.
د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د آقينې – اندخوی دويم فاز ۱۰ کيلومتره اوږدوالی لري او رغنيزې چارې يې د اسلامي امارت له بودیجې څخه تمويل کيږي، چې د يو ترکمنستاني شرکت سره قرارداد شوې او د یو کورني ساختماني شرکت لخوا يې تخنيکي او مالي چارې مخې ته وړل کيږي.
سرچینې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال، مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په حواله لیکلي: “د یادې ريل پټلۍ لومړی پړاو، چې له آقینې څخه تر اندخوی پورې ۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري، مخکې بشپړ شوی او همداراز د اندخوی – جوزجان د ۵۵ کیلومتره ريل پټلۍ د سروې او ډیزاین چارې هم د یو کورني شرکت لخوا د ترکمنستان هيواد سره په تفاهم بشپړې شوې او په نږدې راتلونکي کې به یې عملي کار پیل شي.” د ټولګټو وزارت په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د اندخوی ښار صنعتي ښارګوټي ته د سوداګريزو توکو په لېږد رالېږد کې اسانتیا رامنځته شي.

