د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د روسیې له ولسمشر، ولادیمیر پوتین سره یې ټېلفوني خبرې کړې دي.
ټرمپ یو وار بیا د اوکراین جګړې پر پایتهرسولو د ټینګار ترڅنګ ویلي چې ټاکل شوې، د روسیې له ولسمشر سره د مجارستان په پلازمېنه «بوداپست» کې له نږدې وویني.
د امریکا ولسمشر تر دې مخکې هم له ولادیمیر پوتین سره د اوکراین جګړې د پایتهرسولو په اړه ټېلفوني خبرې او مخامخ لیدنې کړې وې.

