ډېر لوستل شوي

محمد بن سلمان او مکرون د غزې په تړاو ټلیفوني خبرې کړې

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان او د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د غزې د وروستیو تحولاتو او د جګړې د پای ته رسولو په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي.
د رویټرز د راپور له مخې، دواړو لوريو د سولې د پروسې د بیا پياوړتیا، د دوو دولتونو د حل لارې د عملي کولو او د ثبات د رامنځته کولو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
ویل کېږي، دا اړیکه د «پاریس–ریاض» د ګډ نوښت په دوام کې شوې، چې موخه یې د خپلواک فلسطیني دولت د جوړېدو لپاره سیاسي نقشه پرمخ وړل دي.
د دغه نوښت مهم عناصر د غزې اوربند، د بنديانو خوشې کول، د فلسطیني ادارې اصلاحات او د غزې بیارغونه بلل شوي دي.
په ورته مهال د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت بیا ټینګار کړی، چې ټول اړخونه باید د دوو دولتونو د حل پر وړاندې ژمن پاتې شي او له هغو اقداماتو ډډه وکړي، چې دا حل‌لاره زیانمنوي.
فرانسې په دې وروستیو اوونیو کې د نړيوالو ملاتړ د راخپلولو هڅې زیاتې کړي او له سعودي عربستان سره په ګډه یې د دې پروسې د دوام لپاره عملي پلانونه اعلان کړي دي.

اړوند خبرونه