ډېر لوستل شوي

ايران يو تن «اسرائيلو ته د جاسوسۍ» په تور اعدام کړی

د ايران د قم ولايت لوی څارنوال کاظم موسوي په دې هېواد کې «اسرائيلو ته د جاسوسۍ» په تور د يوتن له اعدامه خبر ورکړی دی.
کاظم موسوي وايي، چې تورن کس د تېر کال په ډسمبر مياشت کې «موساد» ته د محرمو معلوماتو د لېږلو په تور نيول شوی و.
په ورته مهال د بشري حقونو ډلو او د بخښنې نړيوال سازمان په دې تړاو غبرکون ښودلی او ويلي دي، چې ايران له اسرائيلو سره تر جګړې وروسته د اعدام لړۍ چټکه کړې او په وينا يې، چې د «ملي امنيت» د ګواښ په پلمه يې د اعدام سزاوې ډېرې کړې دي.
دا په داسې مهال ده، چې د ايران او اسرائيلو ترمنځ له دولس ورځنۍ جګړې وروسته تهران اسرائيلو ته د جاسوسۍ په تور څو کسان اعدام کړي دي.

اړوند خبرونه