پاکستاني رسنیو د خپلو دولتي سرچينو په حواله راپور ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازه به تر راتلونکو ۲۴ او يا هم تر ۴۸ ساعتونو پورې د تګ ـ راتګ لپاره بېرته پرانيستل شي.
«جيو نيوز» ټلوېزيون بېګاه شپه د خپلو سرچينو له قوله ویلي، چې د دواړو هېوادونو چارواکي د دروازې د پرانيستلو په اړه هوکړې ته رسېدلي او که کومه نوې ستونزه راولاړه نه شي، نو دا مهمه لاره به ډېر ژر د خلکو او بار وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شي.
ويلکېږي، پاکستان لوري د بار وړونکو موټرو د څېړنې لپاره امنیتي سکنرونه فعال کړي او د ګمرک او اړوندو ادارو کارکوونکي په بېړني ډول خپلو دندو ته ور بلل شوي دي. همدارنګه د افغانستان د ګمرک چارواکو هم ويلي، چې اړين کارکوونکي یې په دروازه کې ګومارلي دي.
تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ له مهمو او ستراتيژيکو لارو څخه ده، چې نږدې لس ورځې وړاندې د دواړو لورو ترمنځ له پوځي نښتې وروسته تړل شوې وه.
د پاکستاني چارواکو په وينا، د تورخم د تړل کېدو له امله نه يوازې د توکو بيې لوړې شوې، بلکې د ګڼو صنعتي کارخونو چارې ټکنۍ شوې او هېواد ته يې ميلياردونه تاوان اوښتی دی.