ډېر لوستل شوي

“په ۲۰۲۴ کال افغانستان کې څه باندې ۹۷ زره کسانو د بې‌کیفیته خوړو د اغېزو له امله ژوند بایللی”

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د خوړو خوندیتوب عمومي ریاست په خوراکي محصولاتو کې د تحلیل‌شویو خطرونو په موخه د عامه پوهاوي غونډه کړې ده.

په دې غونډه کې د خوړو د خوندیتوب ملي او نړیوالو معیارونو په نظر کې نیولو او همداراز د غوره عملیاتي کړنلارې پر تطبیق خبرې شوې دي.  

د امید راډیو خبریال د راپور له مخې چې په یاد کنفرانس کې د روغتیا نړیوال سازمان په حواله ویل شوي چې هر کال په نړۍ کې شاوخوا ۶۰۰ میلیون وګړي د ککړو خوړو له امله په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي چې دا ناروغۍ نه یوازې د انسانانو ژوند ګواښي، بلکې د هېوادونو اقتصاد ته ميلیاردونه ډالر زیان هم اړوي.

په راپور کې راغلي چې همداراز په تېر ۲۰۲۴ کال په افغانستان کې بیا د بې‌کیفیته خوړو له کبله ۴ لکه ۹۳ زره ۹۶۸ کسان له عامې روغتیا وزارت سره ثبت شوي وو چې له دې ډلې ۹۷ زره ۲۴ کسانو د بې‌کیفیته خوړو د بېلابېلو اغیزو له امله مړه شوي دي.  د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو خوندیتوب عمومي ریاست مسوولینو افغانستان د خوراکي توکو په برخه کې وارداتي هېواد بللی، خو په وینا یې چې د اسلامي امارت په راتګ سره اوس یو شمېر کارخونې دغه توکي په کور د ننه تولیدوي.

اړوند خبرونه