ډېر لوستل شوي

ګډو سمندري ځواکونو په «عربي سمندر» کې د يو ميليارد ډالرو نشه‌يي توکي نيولي

ګډ سمندري ځواکونه وايي، چې د سعودي په مشرۍ يې په «عربي سمندر» کې د نږدې يو ميليارد ډالرو په ارزښت نشه‌يي توکي نيولي دي.

د يادو ځواکونو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، په نيول شويو توکو کې ۲ټنه او ۳۵۰ کيلوګرامه کرسټال مېټ او ۵۰ کيلوګرامه کوکاين شامل دي.

د سعودي سمندري ځواکونو قوماندان او د «سي ټي اېف – ۱۵۰» مشر کمډور فهد الجویاد په وينا: «دا زمونږ لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده.» ویل‌کېږي، چې له نیول کېدو وروسته ټول نشه‌يي توکي د ازموینې لپاره بېړۍ ته لېږدول شوي او وروسته له تائيد څخه له منځه وړل شوي دي.

اړوند خبرونه