د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره یې د «نوي ډېلي» له خوا له روسیې څخه د تېلو د پېر او له پاکستان سره د جګړې د مخنیوي په اړه خبرې کړې دي.
د ټرمپ په وينا، مودي ورسره ژمنه کړې چې له روسیې څخه به نور تېل نه پېري او له پاکستان سره د جګړې د مخنیوي په اړه یې هم خبرې کړې دي.
ټرمپ د سپینې ماڼۍ د دیوالي په مراسمو کې زياته کړې، هند له روسیې څخه د تېلو پېرل کم کړي او دواړه مشران هڅه کوي چې د روسیې او اوکراین جګړه پای ته ورسېږي. نوموړي په ټينګار سره ويلي، چې د امریکا او هند ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا هڅې هم روانې دي.