ډېر لوستل شوي

“سږ کال په ټول هېواد کې ۶۸۱ متریک ټنه ځمکني توت تولید شوي”

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې سږ کال په ټول هېواد کې د ځمکني توتانو حاصلات د پروسږ کال په پرتله ۹ سلنه زیات شوي دي.  

د دغه وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو ریاست د شمېرو له مخې، سږ کال په ټول هېواد کې ۶۸۱ متریک ټنه ځمکني توت تولید شوي چې تر ټولو ډېر حاصلات یې له بلخ، هرات او ننګرهار ولایتونو څخه ترلاسه شوي دي. 

سرچینې لیکلي چې روان کال په شپږو ولایتونو کې په ټولیز ډول یوزر او ۸۱ هکټاره ځمکه د ځمکني توتانو تر کښت لاندې وه، په داسې حال کې چې پروسږ کال بیا ۵۷۵ هکټاره ځمکه د دې مېوې د کښت لپاره ځانګړې شوې او په هغه کال ۶۲۲ متریک ټنه ځمکني توتان ترلاسه شوي وو. 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې چې د بلخ، هرات او ننګرهار ترڅنګ، د بدخشان، پنجشیر او دایکندي ولایتونو بزګران هم د ځمکني توتانو کرکېله کوي، او دا مېوه د کیفیت له پلوه له بهرنیو محصولاتو سره سیالي کولی شي.

“ځمکني توتان د هېواد له ارزښتناکو کرنیزو حاصلاتو څخه ګڼل کېږي، چې د مناسب اقلیمي شرایطو له امله یې کرنه او روزنه په چټکۍ سره د پراختیا په حال کې ده.”

کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ډاډ څرګند کړی چې یاد وزارت د بزګرانو د ملاتړ او د شنو خونو د جوړولو له لارې هڅه کوي، تر څو د ځمکني توتانو کرنه او ترویج په هېواد کې لا پراخ او ډېر کړي.

اړوند خبرونه