ډېر لوستل شوي

د هېواد څه باندې اووه میلیون هکتاره کرنیزه ځمکه د اوبو کمښت له امله د ګټې‌اخیستنې وړ نه ده

د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین، مجیب‌ الرحمن عمر اخندزاده وایي چې له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان اوبه‌ییزې سرچینې د اقلیمي بدلونونو او پرله‌پسې وچکالیو له امله زیانمنې شوې، او دا مهال ډېری هېوادوال پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. 

مجیب الرحمن عمر اخندزاده دا څرګندونې د اوبو او انرژي په سترو پروژو کې د پانګونې فرصتونو د پېژندنې ناسته کې کړې او ویلي یې دي چې اوسمهال څه باندې اووه میلیون هکتاره کرنیزه ځمکه د اوبو د کموالي له امله د ګټې اخیستنې وړ نه ‌ده.

نوموړي په اوسنیو شرایطو کې د هېواد د اوبو سرچینو د مدیریت حیاتي ارزښت ته په اشارې ټینګار کړی چې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د اغېزمن مدیریت او د انرژي د پراختیا په برخه کې ارښتناکه لاسته‌راوړنې لري، خو په وینا یې چې د دغو دوو سکتورونو ورځ تر بلې ارزښت ته په کتو، یوازې د وزارت هڅې کافي نه ‌دي، بلکې اړتیا ده چې خصوصي او دولتي سکتورونه دواړه په دې برخه کې کارنده ونډه واخلي.

مجیب الرحمن عمر اخندزاده د اوبو او انرژۍ په پروژو کې پانګونې ته د خصوصي سکتور د هڅولو تر څنګ ویلي چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې او اسلامي امارت هم په دې برخه کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته اړینې اسانتیاوې چمتو کړې دي. د اوبو او انرژۍ وزارت د اعلامیې له مخې چې په دې ناسته کې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو استازو هم د خپلو فعالیتونو، طرحو او وړاندیزونو په هکله د معلوماتو پر وړاندې کولو سربېره د اوبو او انرژۍ په سکتورونو کې د خپلې همکاري او پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې ده.

اړوند خبرونه