ډېر لوستل شوي

ټرمپ: تمه لرم له خپل چيني سیال سره د مهمو هوکړو شاهد واوسو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هیله لري چې راتلونکې اوونۍ په سویلي کوریا کې د چین له ولسمشر شي جېن پېنګ سره د لیدنې پرمهال د سوداګرۍ، سویابینو او اټومي وسلو په تړاو ځینو مهمو هوکړو ته ورسېږي.

ټرمپ دغه څرګندونې د ناټو له عمومي منشي سره د لیدنې پر مهال کړې او زیاته کړې يې ده، چې د چین ولسمشر شي جېن پېنګ د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکی دی. په همدې مهال، د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مالیزیا ته تللی، څو د چین له لوري د نادره فلزاتو پر صادراتو د لګېدلو محدودیتونو د حل په اړه خبرې وکړي.

اړوند خبرونه