د امریکا د متحده ایالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دویمې دورې په لومړیو کې پر دوو سترو روسي نفتي شرکتونو د بندیزونو نوی پړاو اعلان کړی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د خزانې وزارت د روسیې «لوک اویل» او «روس نفت» شرکتونه تر بندیزونو لاندې راوستي دي. وزارت ویلي، دا اقدام د مسکو د جګړې د ماشین د تمویل د مخنیوي لپاره شوی او که روسیه له جګړې لاس وانخلي، نور بندیزونه به هم پرې ولګوي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جګړې له پای ته رسولو ډډه کړې، او له همدې امله امریکا له خپلو متحدانو غواړي چې په دې بندیزونو کې ورسره همغږي وساتي.
ويلکېږي، دا ګام د ټرمپ د دویمې دورې په سیاست کې د روسیې پر وړاندې د واشنګټن د دریځ بدلون څرګندوي، ځکه چې دا لومړی ځل دی چې سپینه ماڼۍ د روسیې د لويو نفتي شرکتونو پر وړاندې تحریمونه لګوي.