ډېر لوستل شوي

نورالدين عزيزي د ترکمنستان د نفت او ګاز په نړیوال نندارتون او کنفرانس کې ګډون کړی

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د یوه مل پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان په پلازمېنه «عشق‌آباد» کې د نفت او ګاز په درېیمه نړیواله نندارتون او کنفرانس کې ګډون کړی دی.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا نندارتون او کنفرانس د بېلابېلو هېوادونو د متخصصانو او نړیوالو شرکتونو د استازو په ګډون ترسره شوی، چې موخه یې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا بلل شوې ده.

په ياده غونډه کې د افغان پلاوي د ګډون موخه د سیمه‌ییزو اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د پانګونې د نويو فرصتونو رامنځته کول ښوول شوي دي.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، په دې غونډه کې ګډون د اسلامي امارت د هغه ژمنتیا څرګندونه کوي چې غواړي سیمه‌ییز اقتصادي اړیکې پیاوړې او بهرنۍ پانګونه هېواد ته راخپله کړي. دا په داسې مهال ده، چې له سيمې هېوادونو سره د افغانستان سياسي او اقتصادي اړيکې ورځ تر بلې د پراختيا په حال کې دي.

اړوند خبرونه