د کانونو او پټرولیم وزیر، ملا هدایت الله بدري د سعودي عربستان دلتا انټرنیشنل کمپنۍ له اجراییوي رییس، شاهر التقي سره په کتنه کې د پانګونې اړوند پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د دغه وزارت ویاند، همایون افغان په اېکسپاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې «شاهر التقي» د خپلې کمپنۍ په اړه معلومات وړاندې کړي او همداراز یې د افغانستان د نفتو او ګازو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.
د دلتا انټرنیشنل کمپنۍ اجراییوي رییس ژمنه څرګنده کړې چې همداراز به د ټاپي نللیکې د غځولو په برخه کې هم پانګونه کوي او ترڅنګ به له افغان انجنیرانو سره خپلې تجربې شریکوي.
سرچینې لیکلي چې په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزیرد سعودي عربستان له پانګوالو سره په ګډه کار کول ویاړ بللي او په وینا یې چې افغانستان بډایه کاني سرچینې لري.
ملا هدایت الله بدري ټینګار کړی چې اوسمهال ټول کورني او بهرني پانګوال دلته پانګونه کولای شي او اسلامي امارت به د کانونو د قانون او کړنلارې له مخې په یادو برخو کې ورسره مرسته کوي.