د فراه د فراهرود ولسوالۍ په دوه لارې سيمه کې د بار وړونکو موټرو لپاره د څه باندې ۳۴ ميليونه افغانيو په ارزښت د «تمځای» جوړولو چارې پيل شوې.
د ياد ولايت والي ملا محمد حافظ مجاهد د پرانيستې په مراسمو کې د ياد تمځای چارو پيل د سوداګرۍ پياوړتيا، هېوادوالو ته کاري بوختيا او د ودانيزو چارو پرمختګ بللی او زياته کړې يې ده، چې له دې سره به د فراه د مرکزي په ګډون «بالابلوک» او فراهرود ولسواليو ته هم په بېسارې توګه ګټه ورسېږي.
د فراه ولايت د مقام دفتر وايي، ياد تمځای د څلورو ټاورانو، جومات، خوړنځای، د ساتونکو او موټر چلوونکو د استوګنځایونو او نورو اړتيا وړ اسانتیاوو درلودونکی دی.
په همدې حال د فراه د ځمکني ترانسپورټ د تنظيم رياست رئيس مولوي سيداحمد ساجد ويلي، چې د دې پروژه چارې به د ۳۴ ميليونه، ۴۷۹ زره او ۴۰۰ افغانيو په ارزښت پر شاوخوا ۳۰۰ جريبه ځمکه د يو کال په ترڅ کې بشپړې شي.
د قراردادي شرکت رئيس عبدالعظيم حکمت بيا د دغه تمځای د بشپړ کيفيت او پر وخت د بشپړېدو ډاډ ورکړی او ژمنه يې کړې، چې د شوي قرارداد، نقشې او انجنيري معيار پر بنسټ به يې رغنيزې چارې مخته وړي.
بل خوا، د بار وړونکو موټرونو د ټولنې مسوول محمد وزير محمدي بیا د خوښي ترڅنګ په شيخ ابونصر فراهي بندر کې د معياري تمځای او فراه ـ فراهرود سړک د پراخوالي غوښتنې هم کړې دي.

