د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي جيلز برتران او د اماراتو ځانګړو استازو سيف محمد الکتبي په ابوظبي کې د افغانستان د وضعیت او د سیمهییز ثبات د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ګډو هڅو پر پیاوړتیا، د افغانستان د خلکو د وضعیت د ښهوالي او د ثبات د ټینګښت په تړاو بحث کړی دی. دواړو استازو ټینګار کړی، چې د نړیوالو شریکانو همغږي او ګډ کار کولای شي د افغانستان د بشري وضعیت د ښهوالي او د سیمه ییزو همکاريو د پراختیا لپاره مهم رول ولوبوي.

