ډېر لوستل شوي

سپينې ماڼۍ ته د خبریالانو پر ورتګ نوي محدوديتونه لګول شوي

د امريکا په سپينه ماڼۍ کې د ولسمشر د دفتر ترڅنګ يو شمېر نورو برخو ته د خبریالانو پر ورتګ نوي محدوديتونه لګول شوي دي.
رويټرز راپور ورکړی، د نوي قانون له مخې خبریالان نه‌شي کولای د سپينې ماڼۍ د وياندې کارولين لېوېټ د دفتر په ګډون ځينو نورو دفترونو ته له مخکې وخت نه‌اخيستو پرته ورشي.
د امريکا د ملي امنيت شورا ويلي، دا پرېکړه د حساسو مالوماتو د خوندي ساتلو په موخه شوې ده.
ويل کېږي، دغه اقدام به د سپينې ماڼۍ د ځينو اداري چارو د لا تنظيم او امنيتي بهير د پياوړتيا لامل هم وګرځي.

اړوند خبرونه