ډېر لوستل شوي

د استانبول په مذاکراتو کې څه پېښ شول؟

افغان او پاکستاني لوري د قطر او ترکیې هېوادونو په منځګړیتوب د تېرې اکتوبر میاشتې په ۲۵مه په استانبول کې بیا ځلې د خبرو مېز ته کېناستل. په استانبول کې وروستي مذاکرات د دوحې د مذاکراتو د لړۍ برخه وه، خو څنګه چې له دغو مذاکراتو څخه تمه کېده؛ د پاکستاني لوري د سرغړاندي په سبب ترې هغه هیله ترلاسه نه شوه.

د پاکستاني لوري د پرلپسې سرغړونو، ستونزو او خنډونو ایجادولو له کبله مذاکراتو شاوخوا یوه اونۍ په بر کې ونیوله. حالنکه، پتېل شوې وه چې استانبول کې کېدونکي مذاکرات به یوازې درې ورځې نیسي، خو یاد مذاکرات پرلپسې درې ورځې بې پایلې و او آن څو ځلې پاکستاني لوري د خبرو له مېزه د تېښتې هڅه هم وکړه. پاکستاني پلاوي په غیر منطقي او غیر معقولو تقاضاوو غوښتل چې افغان لوري باندې فشار راوړي او خپلې نامعقولې غوښتنې پرې وتپي.

ښایي د پاکستان له ایجاد وروسته دا لومړی ځل وي چې افغانستان په هسکه غړۍ له دغه هېواد سره په نړیوال دریځ کېني او هر ډول یرغل ته یې مساویانه او په ځغرده ځواب ورکوي. د افغانستان او پاکستان وروستیو ترینګلتیاوو  دا وښوده چې افغانان فشار ته نه تسلیمږي او هر ډول فشار او وحشي کړنې د مقابل لوري په زیان تمامیږي. پاکستاني رژیم دا هم په ښه ډول احساس کړه چې افغانان که په خپلو منځو کې هر ډول ستونزې ولري؛ خو د بهرني دوښمن پر وړاندې په واحد صف کې دریږي. د وروستیو مذاکراتو بې پرې څارونکو ډلګیو او اژانسونو ویل چې افغان لوري د روان کړکېچ حل له زړه غوښته، خو پاکستاني پلاوي بیا ددې نیت نه درلود چې مذاکرات دې پایلې لرونکي وي.  سرچینې دا هم ویلي و چې د پاکستان د پلاوي د غړو ترمنځ همغږي نه وه او د استدلال پرځای یې هڅه کوله چې د خبرو له بهیره ځان وباسي او وخت ضایع کړي. استانبول کې د افغان او پاکستاني لورې کشالې دومره اوږدې وې، چې آن د شپې تر دوو بجو پورې یې بحثونه پرې کړي؛ خو د افغان لوري د تساهل او اسانچارۍ باوجود هم پاکستاني لوري خنډونه ایجادول غوښتل. داسې هم ویل کیږي چې پاکستاني هیئت ځینې پرېکړې ومنلې، خو د یوې ټلیفوني اړیکې وروسته له خپلو ژمنو په شا شول او ویې ویل چې نه د امریکایي ډرونونو د مهار مخنیوی کولی شي او نه هم داعش خوارج قابو کولی شي.

 افغان پلاوي په ورسپارلې مسوده کې لیکلي وو چې پاکستان باید ډاډ ورکړي، تر څو د افغانستان ځمکنی او هوايي حریم نقض نه کړي او هېڅ یوې ډلې او مخالف ځواک ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان پر ضد د پاکستان خاوره وکاروي. د سرچینې په وینا په مسوده کې افغان لوري د یوه داسې څلور اړخیز میکانیزم رامنځته کېدو ته چمتوالی څرګند کړی، چې د اوربند تفاهم تعقیب کړي، څارنه یې وکړي او له همدې لارې به د احتمالي سرغړونې ارزونه کېږي او معلومات به تبادله کېږي.

د استانبول د مذاکراتو وروستي نتایج او پرېکړه د چا په ګټه وه؟

وړاندې مو څرګنده کړه چې افغان پلاوی د جوړجاړي او د کشالو د حل په موخه د مذاکراتو مېز ته حاضر شوي وو؛ خو د سرچینو له قراره، پاکستاني لوري نه خپلمنځي همغږي درلوده او نه یې هم سیاسي خپلواکي. په پام کې وه چې استانبول کې ترسره کېدونکي مذاکرات مانالرونکي او د دوحې د مذاکراتو خلاصه بڼه واوسي، خو په هغه  ډول ونه شول او همداراز مذاکراتو تر ټاکلو ورځو هم ډېره موده ونیوله. دوحه کې ترسره شوي مذاکرات بریالي او په لنډ ډول پر یوه موقتي اوربند پای ته ورسېدل، خو په استانبول کې مذاکرات د نورو خبرو اترو د دوام په تمه پای ته ورسېدل. د پاکستان پوځي رژیم له لوري استول شوي پلاوي د افغانستان د ملي حاکمیت او لوړو مصالحو خلاف غوښتنې لرلې، چې افغان لوري ورسره په هېڅ ډول توافق نه شو ښودلی. همدا نامناسبې او باطلې غوښتنې وې چې دا دی مذاکرات درېیم پړاو ته هم وغځېدل.

 په رسمي ډول دواړو لوریو د استانبول خبرو اجنډا په هکله تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د سرچینو په په حواله وړمه ورځ دواړو لوریو طرحې تبادله کړې او د دوحې توافقاتو عملي کېدو لپاره د یوه میکانیزم پر رامنځته کولو بحثونه شوي دي.

نړیوالو مبصرینو او پاکستاني ژورنالیستانو او شنونکو منلې چې استانبول کې ترسره شوي مذاکرات د افغان پلاوي په ګټه تمام شوي.

 ددې ګټې عمده علت د افغان لوري همغږي، خپلواکي، درایت او حقانیت و، چې پاکستانی پلاوی له دې ټولو ښېګڼو تر ډېره بریده بې برخې و. پاکستاني پلاوي څو ځله اسلام اباد ته د تګ هڅه وکړه خو منځګړو هېوادونو به بیا بیا د خبرو تر مېزه راوستل. منځګړیو د پاکستاني پلاوي اخلاقي او ډيپلوماټیک چلند ته په کتو سلامت او ملامت دواړه په ګوته کولی شوای.

د اوربند او مذاکراتو غوښتنه پاکستاني لوري کړې وه او ښایي دوی غوښتل نړۍ ته دا وښیي چې دوی ګنې د سولې غوښتونکي دي او پر تشدد باور نه ساتي. حال دا چې د سولې د مېز پر سر هم د د دوی له خولو د جګړې او وینو بوی پورته کېده. د پاکستاني رژیم د پلاوي له پیله هڅه دا وه چې افغان لوری محکوم، مغلوب او تېري‌کوونکي وښایي، خو د خبرو نتیجه برعکس شوه؛ ددوی اصلي موخې او څېره ټولو ته روښانه شوه. بل خوا بیا افغان لوري په پوره نرمښت، زغم او متانت د مقابل لوري ځواب وایه او نه یې غوښتل ډیپلوماټيک اصول او نزاکتونه تر پښو لاندې کړي. د افغان حکومت ویاند د یوې اعلامیې په خپرولو سره بیا وویل چې اسلامي امارت پر تفاهم او ډیپلوماټیکو چینلونو باور لري او له همدې لارې له پاکستاني لوري سره د ستونزو هواری غواړي. افغان حکومت بیا هم ویلي چې د ګاونډیو په ګډون له نورو ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او د دوه اړخیز درناوي په پام کې نیولو د نورو هېوادونو په چارو کې د  لاسوهنې نیت نه لري. که څه هم د استانبول مذاکرات پېچلي دي او پاتې خبرې بل بحث ته پاتې شوې؛ خو دا چې د افغان لوري د حقانیت ګراف لوړ دی، بری به د دوی وي او که بیا ځلې د افغان انسان او افغان خاورې پر خلاف له مقابل لوري یرغل کیږي؛ نو ښایي دوی ته په درنه بیه تمامه شي.

اړوند خبرونه