ډېر لوستل شوي

په استانبول کې د افغانستان-پاکستان دویم پړاو مذاکرات؛ احتمالي خبرې او پایلې به څه وي…؟

پتېیل شوې چې نن(پنجشنبه، نومبر شپږمه) د ترکیې په استانبول ښار کې د افغان او پاکستاني پلاوو ترمنځ د تېرو ناستو پر ناسپړل شويو او ناحل مسایلو بحث وشي. ویل کیږي چې د دواړو خواوو د پلاوو مشري به د استخباراتو مشران کوي. افغان پلاوی د ملي امنیت د عمومي رییس مولوي عبدالحق وثیق په مشرۍ لا وړاندې استانبول ته رسېدلی دی.

زموږ د نننۍ شننې کلیدي ټکي دا دي چې ایا د استانبول دویم او په ټوله کې د افغان او پاکستاني پلاوي ترمنځ درېیم پړاو کېدونکې مذاکرات به پایلې او هوکړې ته ورسیږي او که به یاد مذاکرات د تېر په څېر ټکني شي؟ همداراز به په دې شننه کې دا هم روښانه شي چې مذاکراتو کې خنډونه څوک ایجادوي او کوم لوری رښتینې سوله غواړي؟

د ګاونډي هېواد په ګډون، منځګړیو او ټولې نړۍ ته روښانه ده چې د افغانستان ـ پاکستان په کشاله کې افغان حکومت له لومړۍ ورځې د تفاهم او د پایله‌لرونکو بحثونو لمن نیولې ده؛ خو برعکس پاکستاني لوري له لومړۍ ورځې هڅه کړې، چې روان مذاکرات سبوتاژ کړي او د خبرو فضا کړکېچنه کړي. په پاکستان کې دننه حکومت، سیاسي ګوندونه، خلک او علما یې هم پر دې اعتراف کوي چې د افغان او پاکستان په کشاله کې ملامت لوری پاکستان دی. تمه وه چې استانبول کې د دوحې د اوربند پر پاتې مسایلو بحث او یوه هوکړه وشي خو پاکستاني پلاوي د خبرو سوله‌ییز حل نه غوښت. تمه دا وه چې پاکستان د خبرو پر مېز خپله رښتینولي ثابته کړي او په رښتیني ډول د ګډې همکارۍ او د ستونزو د حل نیت څرګند کړي.

دا یوازې د افغانانو او افغان حکومت ادعا نه ده چې پاکستان تل د افغانستان پر وړاندې پړ دی او تل یې د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې هڅه کړې ده؛ بلکې د پاکستان حکومت پخواني او اوسني سیاسیون، علما او ولس یې هم ورته نظر لري. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د پاکستان د پارلمان غړي محمود خان اڅکزي له مشال راډیو سره په مرکه کې ویلي، «افغانستان کله هم د پاکستان سره د جنګ خواهش نه دی کړی.» د پاکستان پخواني سناتور، سیاسي شنونکي او لیکوال افراسیاب خټک، د ډیوه راډیو پخواني همکار ته په یوه مرکه کې ویلي، چې پاکستان تل په افغانستان کې جنګ ته لمن وهلې ده. ښاغلي خټک ویلي: « پاکستان په اویاوو کلونو کې د افغانستان هېڅ حکومت سره جوړ نه و.» د نوموړي په وینا افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې اصلي عامل بهرنۍ پروژې دي او دا هېواد په اسیا کې د غرب لومړی سنګر دی….

د پاکستان د جماعت اسلام ګوند یوه غړي مفتي حمدالله خپل د بهرنیو چارو وزیر مخاطب کړی او ویلي یې دي: «ایا تاسو هغه خلک نه یاست چې پر افغان خاوره مو ۵۷ زره هوایي بریدونه کړي؟ » خو د دومره بربنډ تېري باوجود هېڅوک هم نه شي ثابتولی چې افغانانو په خپل اوږده او ویاړلي تاریخ کې دې ناحقه پر کوم هېواد بلوسلي وي. افغان حکومتونو د تاریخ په اوږدو کې تل د پاکستان په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره مانالرونکې اړیکې پاللي؛ خو برعکس پاکستان د زوکړې له ورځې تر ننه په افغانستان کې د هر ډول نظام پر ضد خپلې توطیې پاللي دي او هېڅ حکومت یې ځان بسیاینې او ټیکاو ته نه دی پریښی. د پاکستان هر پوځي رژیم دا منلې چې یو پیاوړی افغانستان د دوی په زیان دی اوپه پښو ولاړ افغانستان کولی شي چې د دوی له خولې هغه غوړه ګوله راوباسي چې د افغانانو حق کیږي.

د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد هم له «خیبر نیوز» سره په یوې تازه مرکه کې په ځغرده وویل چې د افغان او پاکستاني لوري په مذاکراتو کې پاکستانی لوری په یوه خوله نه دی او د خنډونو ایجادونکي دوی دي. ښاغلي مجاهد په دې مرکه کې وویل: «د افغانستان او پاکستان د خپلمنځي اړیکو په تړاو پاکستان کې دوه ډوله نظرونه دي. د پاکستان ملکي حکومت غواړي له افغانستان سره اړیکي ورغوي، خو د پاکستان پوځ د اړیکو ښه کولو دا هڅې بېرته له منځه وړي.» ښاغلي مجاهد ددې ادعا د اثبات لپاره وړم کال کې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي صادق خان سفر ته اشاره وکړه او ویې ویل، پاکستانيو پوځیانو په داسې حال کې پر پکتیکا هوايي بریدونه وکړل، چې ښاغلی خان په کابل کې د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره پر لیدنو بوخت وو.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه: “په هغه شپه چې صادق خان صیب په کابل کې مېلمه و، پر پکتیکا تجاوز وشو، هوايي بریدونه وشول له دې څه درمعلومېږي؟ د پاکستان اړخ کې دوې نظریې دي، ملکي حکومت یو څه کوي، د اړیکو جوړول غواړي، نظامیان راځي بېرته یې خرابول غواړي، دغه پروسه سبوتاژ کوي. دغسې زموږ اړیکي نژدې شي او بېرته خرابې شي.”

اوس بنسټیزه پوښتنه دا ده چې ایا د استانبول دویم پړاو مذاکرات به بریالي شي؟

د استانبول د لومړۍ ناستې موخه د څارنې د یوه مېکانېزم تعین او رامنځته کول و، خو د پاکستاني لوري متزلزل دریځ او جارحانه ژبې بدبختانه دا مذاکرات بې پایلې کړل. د استانبول لومړي پړاو مذاکرات پر دې توافق پای ته ورسېدل چې په بل پړاو کې به شته مسلې تر بحث لاندې نیول کیږي. د افغان او پاکستاني لوري په دغه پړاو مذاکراتو کې تر ټولو مهمه دا ده چې د دواړو لوریو نیت څه دی؟ ایا پاکستان بیا هم پر ناممکناتو بحث کوي چې هېڅ معقولانه او منطقي بڼه نه لري؟

په مطلق ډول نه شي ویل کېدای چې دا ځلې مذاکرات به بې پایلې وې، خو له اوسنۍ فضا داسې ښکاري چې یاد مذاکرات به هم پېچلي وي. بیا هم ویلی شو چې افغان لوري له لومړۍ ورځې د مسلو د حل په نیت د سفر موزې په پښو کړي؛ خو د پاکستاني لوري پرلپسې سرغړونو او متزلزل دریځ دا مذاکرات له خنډونو سره مخ کړي دي. افغان پلاوي له لومړۍ ورځې د واقعي مسایلو پر حل بحث کړی، خو پاکستاني لوري خبرې حاشیې ته وړي او داسې غوښتنې لري چې سالم عقل یې نه شي منلای.

ښایي وپوښتل شي چې پاکستان ولې نه غواړي په لنډ وخت کې دا مذاکرات حل کړي؟ ددې پوښتنې د ځواب تر شا دوه لامله لېدلی شو: یو دا چې ښایي اسلام اباد د امریکا منځګړیتوب او یا اشربڼۍ ته په یوه نه یو ډول ګډون ورکول غواړي. بله دا چې ښایي پوځي رژیم به ځکه په روانو مذاکراتو کې د خنډونو د ایجاد هڅه کوي چې د افغان حکومت پر وړاندې بل روایت او ژور پلان طرحه کړي.

که څه هم پاکستاني پوځي رژیم داسې ښوولې چې دوی د جګړې په ډګر او د مذاکراتو پر مېز بریالي دي، خو اصلا دغسې نه ده. که پاکستان د هر ډول بل پلان تابیا کوي، زیان به یې له افغانستان زیات پاکستان ته رسیږي. پاکستانی پوځ ویني چې ورځ په ورځ خپل ملت پر دوی بې باوره کېږي، ملکي حکومت یې له پوځي رژیم واټن اخلي، ګوندونه یې د خپل پوځ پر وړاندې راپورته کېږي او ولس یې په بشپړ ډول پر خپل پوځ بې اعتماده شوی دی.

ددې شونتیا باوجود چې ښایي پاکستانی پلاوی به بیا په خپل پخواني دریځ ودرېږي، د یوه حتمي توافق امکان هم شته. ددغه توافق تر شا هم دوه ستر لاملونه په ګوته کېدای شي چې یو د مذاکراتو او جګړې د ناکامۍ پټول دي او بل پوځي رژیم دا حس کړې چې نړیوال ملګري یې ملاتړ نه کوي. د امریکا ـ نوي ډیلي او بېجېنګ نویو همکاریو او د واشنګټن ـ نوي ډیلي دفاعي تړون وښودله چې پاکستان یوازې یو پروژه‌وي هېواد دی او کوم ځانګړی نړیوال اعتبار یې نشته.

که احیانا د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ توافق کیږي؛ نو دا توافق به له لاندې ټکیو خالي نه وي: یو دا چې افغان او پاکستانی لوری به د اطلاعاتو پر شریکولو، ګډې امنیتي همکارۍ، د فرضي کرښې په اوږدو کې د جګړې د نه‌کولو ژمنه او همداشان د یوه بل د حریم د نه‌نقض توافق وي. ددې توافق لپاره ښکاري چې یو کمېسیون به رامنځته او یاد مسایل به وخت په وخت څاري. همدارنګه ښایي له پاکستاني لوري کلکه ژمنه واخیستل شي چې سوداګري سیاسي نه کړي او د افغان کډوالو موضوع د افغان حکومت پر وړاندې د فشار په توګه ونه کاروي. د پایلې په ډول ویلی شو چې د پاکستاني لوري غوره نیت او رښتینې همکاري کولی شي چې دا مذاکرات نتیجه‌لرونکي کړي. کنه افغان حکومت تل ټینګار کړی چې پر تفاهم او ډیپلوماټیکو چینولو باور لري او د ګاونډیو هېوادونو په ګډون له ټولو هېوادونو سره غوره اړیکې پالي.

اړوند خبرونه