د حماس جهادي غورځنګ له یوولسو کلونو وروسته د اسرائيلو یو وژل شوی افسر «هدار ګولډین» مړی دغه هېواد ته سپارلی دی.
د راپورونو له مخې، د حماس ځواکونو د ګولډین مړی د سوېلي غزې په سیمه کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته سپارلی دی.
د اسرائيلو اشغالګر پوځ د یاد افسر د مړینې او د مړي د سپارلو پخلی کړی او کورنۍ ته یې خبر ورکړی دی. د اسرائيل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې ګولډین په ۲۰۱۴ کال کې د غزې جګړې پر مهال وژل شوی او د هغه مړی د حماس ځواکونو له ځان سره وړی و.
د حماس له لوري د دغه مړي سپارل په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د غزې په اړه د دواړو لوريو ترمنځ لا هم د جګړې او بشري وضعیت پر سر ترینګلتیا دوام لري.

