ډېر لوستل شوي

سویلي کوریا کې د چینایي کښتۍ تر ډوبېدو وروسته؛ د لادرکه کسانو لټون روان دی

د سویلي کوریا چارواکو د دغه هېواد د لوېدیځ ساحل په شاوخوا کې د یوې چینایي کښتۍ تر ډوبېدو وروسته د نهو لادرکه کسانو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې پراخ عملیات پیل کړي دي.
د ځایي چارواکو په وینا، په کښتۍ کې ۱۱ کسان سپاره وو چې تر دې دمه یوازې دوه تنه ژغورل شوي، خو پاتې نهه کسان لا هم لادرکه دي.
دغو چارواکو ويلي، دا کښتۍ نږدې ۱۵۰ کیلومتره له ساحل څخه لرې ډوبه شوې ده.
د راپور له مخې، د لټون ډلې د سمندري ځواکونو او ژغورنیزو ټیمونو په مرسته هڅه کوي، څو د پاتې کسانو د موندلو عملیات بریالي کړي.

اړوند خبرونه