پاکستان کلونه ـ کلونه افغانستان په اقتصادي توګه یرغمل ساتلی و. که مبالغه نه شي نو ویلی شو چې دغه هېواد تر نیمایي زیاته سوداګري په خپله ګټه تماموله او تل به یې هڅه دا وه چې په اقتصادي توګه افغانستان د دوی برمته اوسي. یاد هېواد په ډېرو وړو پلمو تل موصلاتي لارې او بندرونه تړل او دا کار به یې هغه مهال لا زیات کاوه چې د افغانستان مېوې دانې به پخې شوې. داسې بریښي چې اوس د کلابندۍ هغه پخواني دېوالونه نړېدلي او افغانستان په بشپړه توګه له اقتصادي برمتې وتلی دی. افغانستان د بدیلو سوداګریزو لارو په موندلو اوس د سپین بولدک، تورخم او کراچۍ په څېر بندرونو ته اړتیا نه لري. د منځنۍ اسیا له هېوادونو، چین او روسیې سره د افغانستان رغونکو اړیکو د افغانستان ملي اقتصاد غوړولی او افغاني توکو ته یې دا فرصت برابر کړی چې نړیوالو مارکیټونو ته لار ومومي. په دې وروستیو کې د افغانستان مڼې په لومړي ځل سعودي عربستان ته ولېږدول شوې. همداراز د کنډافروټ په نوم یوه خصوصي شرکت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په همکارۍ روسیې ته د مڼو صادرات پیل کړي دي. د کرنې وزارت ویلي چې په لومړۍ جوپه کې به د ۱۰۰زره ډالرو په ارزښت ۵۰ مټریک ټنه مڼې روسیې ته صادرې شي. یاد شرکت په پام کې لري چې په روان کال کې ۱۰۰۰مټریک ټنه مڼې او انار روسیې ته صادر کړي. ازبکستان ته د بلخ د والي له سفر وروسته ددغه هېواد د سرخان دریا والي په یوه هوکړهلیک کې ویلي چې د افغانستان تازه مېوې به خپل هېواد ته واردوي. دې والي په شجاعانه ډول ویلي: “تاسو خپل ولس ته اطمینان ورکړئ، که څوک پر تاسو دروازې بندوي، موږ د اسلامي امارت او د افغان ولس ترڅنګ ولاړ یو.” ازبکستاني چارواکو ویلي چې له افغانانو سره ګډ کار کوي، تر څو د افغانستان تازه مېوې یاد هېواد ته تر واردېدو وروسته د هوایي دهلېزونو له لارې چین، روسیې او هندوستان هېوادونو ته ورسول شي.
داسې مالومیږي چې ګاونډي هېواد د افغان حکومت له حسن نیت ناوړه استفاده کوله. د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ په لومړیو درېیو کلونو کې پاکستان بیا بیا پر افغان توکو خپلې لارې تړلي، له افغان کډوالو سره یې له هېڅ ډول وحشت مخ نه دی اړولی، د افغانستان په دننه کې یې ستونزې زېږولي او حتی پر افغان خاوره یې مستقیم بریدونه هم کړي دي. افغان سوداګرو تېرو درېیو کلونو کې د صادارتو او وارداتو په برخه کې ډيره تکیه د پاکستان په کراچۍ او تورخم بندرونو کوله، چې د دغو بندرونو په بنديدو سره به د افغانستان نړیواله سوداګري ټکنۍ کېده او ورسره به په کورنیو بازارونو کې د سون او لومړنیو خوارکي توکو بیې خورا پورته ختلې. د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ویلي چې اسلامې امارت د اقتصاد محوره پالیسۍ په مټ توانیدلی، چې د کراچۍ، تورخم او سپین بولدک بدیلې لارې پیدا کړي او له سیمې ـ نړۍ سره خپله سوداګرۍ پراخه کړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد ویلي؛ د اسلامي امارت د اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې اوس د تورخم او کراچۍ بندرونو بدیلې لارې موندلي او دا مهال د تورغونډۍ، حیرتان، شیرخان، چابهار او بندر عباس له لارې د منځنۍ اسیا ترڅنګ ایران، چین، هند او ترکیې سره سوداګريزه راکړه ورکړه لري. د یو شمېر افغان سوداګرو په وینا، په تېرو درې کلونو کې يې په کراچۍ او تورخم بندرونو تکیه کمه شوې او د خپلې نړیوالې سوداګرۍ لپاره يې نورې لارې پیدا کړي. د واخان کورېډور په جوړېدو سره به د افغانستان نړیواله سوداګري لا پراخه شي.
د ګاونډي هېواد هغه محاسبه ناسمه ده چې د افغانستان د ملي اقتصاد په اړه یې لري. اوس د سوداګریزو دروازو تړل له افغانستان زیات د دوی په زیان تمامېږي. حتی د سوداګریزو لارو د تړلو شکایتونه یې تر پارلمان ورسېدل او د یوه کیلو سرو بانجانو بیه پکې شاوخوا زر پاکستانۍ کالدارو ته رسېدلې وه. که افغان حکومت د ورېښمو، لاجوردو، واخان دهلېز، هوايي دهلېزونو او رېل پټلۍ باندې کارونه چټک کړي؛ نو افغانستان به له ډیرو هېوادونو سره ونښلوي. بدیلې لارې به د افغانستان لپاره له ځان سره زیاتې اقتصادي ګټې ولري او افغانستان به د خپل جغرافيايي موقعيت په درلودلو سره د سیمې پر څلورلارې بدل شي. د بدیلو لارو په موندلو او رغولو سره به د افغانستان حکومت وکولای شي چې نوي اقتصادي فرصتونه رامنځته او ورسره به نړیوال پانګوال وهڅیږي تر څو په هره برخه کې پانګونې ته زړه ښه کړي. بله دا چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی او زیاتره خلک یې پر کرنه بوخت دي، ددې لارو په جوړېدو به د افغانستان د کرنیزو محصولاتو مارکېټ له نړیوالو مارکېټونو سره ونښلول شي. دا چاره دوې سترې ګټې له ځان سره لري: یوه دا چې د افغانستان سوداګري به خورا پراختیا ومومي او بله دا چې د افغان بزګرانو اقتصادي حالت به ورسره بدلون ومومي. د حکومت لپاره به ددې زمینه برابره شي چې د مالیاتو په اخیستلو سره د خپلو عوایدو کچه لوړه کړي. که د افغانستان اسلامي امارت غواړي چې هېواد د اسیا لویې وچې په څلور لارې بدل، ځان د اروپا او افریقا له لویو وچو سره ونښلوي او له دې پلوه د خپل اقتصاد د پیاوړتیا له پاره ګټه پورته کړي، نو پورتنۍ بدیلې سوداګریزې لارې باید ورغوي. د مواصلاتي لارو رغونه په رښتیا هم ډېرو امکاناتو او سترې بودجې ته اړتیا لري؛ خو اسلامي امارت سره له دې هم د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې په دې برخه کې ګامونه پورته کړي دي. که چېرې دا لارې په بشپړ ډول ورغول شي، نو بیا په دې کې شک نه پاتې کېږي چې افغانستان به د اقتصاد له پلوه پر ځان متکي او هم به په نړیوال سټېج د نورو پرمختللو هېوادونو په څېر خپل دریځ ژوندی کړي.
د پایلې په توګه ویلی شو چې د یوه هېواد د ملي اقتصاد وده له موصلاتي او ټرانزیټې لارو له رغولو او پراخولو پرته ناممکنه ده. اوسمهال افغانستان لویو لارو، سړکونو، رېل پټلۍ، هوایي دهلیزونو او هوايي ډګرونو پراخولو او معیاري کولو ته خورا اړتیا لري. دغه ډول زېربناوې په هېواد کې ټیکاو، زیاتې پانګونې، تخنیکي فني خلکو، ښې دولتي پلانګذارۍ او نورو ته اړتیا لري. باوري یو چې افغان ولس به په دې برخو کې د خپل حکومت تر شا درېږي او حتی تر خپلې وسې به یې مالي ملاتړ ته هم رادانګي.
#امیدراډيو

