ډېر لوستل شوي

ټرمپ په سپينې ماڼۍ کې له احمد الشرع سره کتلي

د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپينې ماڼۍ کې د سوريې له ولسمشر احمد الشرع سره تاريخي ليدنه کړې ده.
رويټرز د ټرمپ په حواله ويلي، د سوريې د بريا لپاره يې چې هر څه د وسه وشي، ترسره به يې کړي.
په ورته مهال د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبېو ويلي، چې د امريکا د بهرنيو چارو او خزانې وزارتونو له لوري يو لارښود خپور شوی، چې له دمشق سره د واشنګټن د مرستو څرنګوالی روښانه کوي.
د نوموړي په وينا، امريکا تمه لري چې د سوريې حکومت به د تېر بحران پاڼه واړوي او د سيمې د سولې پر لور به عملي ګامونه پورته کړي.
دا ليدنه د دواړو هېوادونو په اړيکو کې يو تاريخي بدلون بلل شوی. سرچينې وايي، تمه ده چې له دې وروسته سوريه د امريکا د متحدانو ترڅنګ د «داعش» ډلې پر ضد مبارزه کې فعاله ونډه واخلي.

اړوند خبرونه