د نیپال پولیسو خبر ورکړی، چې د تېرې سپټمبر میاشتې د حکومت ضد لاریونونو پر مهال یې د ورانکارۍ په تور ۴۲۳ کسان نیولي دي.
د پولیسو ویاند ابي ناراین کافلي ویلي، په دې تړاو د لا ډېرو معلوماتو د راټولولو لپاره یوه ګډه کاري کمېټه هم جوړه شوې ده.
یاد لاریونونه هغه مهال پیل شوي، چې د نیپال سلګونه ځوانان د پخواني لومړي وزیر پر ضد واټونو ته راوتلي وو او حکومت یې په فساد تورناوه. د پراخو اعتراضونو له کبله پخواني لومړي وزیر «پي شرما اولي» له خپلې دندې استعفا کړې، چې ورسره د لاريونونو شدت هم ورو ورو کم شوی دی.

