د امریکا سنا جرګې هغه طرحه تصویب کړې، چې له مخې به د دغه هېواد تر ټولو اوږد حکومتي بندیز پای ته ورسېږي.
د رويټرز د راپور له مخې، دا طرحه د ۶۰ منفي او ۴۰ مثبتو رایو په اکثریت سره تصویب شوې، چې ډېری جمهوري غوښتونکو او اته ډيموکراتانو پرې هوکړه کړې ده.
د دغې طرحې له تصویب سره تمه کېږي، چې د فدرالي ادارو فعالیتونه بېرته عادي شي او د امریکا د عامو وګړو اقتصادي ستونزې لږې شي. دا بندیز د څو اوونیو لپاره دوام درلود، چې له امله یې د میلیونونو خلکو د خوړو مرستې ګډې وډې شوې، سلګونه زره کارکوونکي بې معاشه پاتې شوي او د هوايي تګ راتګ بهیر له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.

