د روسيې امنيتي ادارې (FSB) خبر ورکړی، چې د اوکراين پوځي استخباراتو هغه پلان یې شنډ کړی، چې غوښتل یې د روسيې يوه MiG-31 جنګي الوتکه، چې د «کينژال» هايپرسونک په توغندي سمبال وه، وتښتوي.
ټاس خبري اژانس د «FSB» د مطبوعاتي دفتر په حواله راپور ورکړی، چې اوکرايني استخباراتو د دې الوتکې د تښتولو له لارې غوښتل يو جعلي بريد د ناټو پر سترې هوايي اډې ترسره کړي، څو روسيه په دې پېښه کې مسووله وښيي.
د «FSB» په وينا، د عملياتو د شنډېدو وروسته د پېښې اړوند د تحقيق چارې روانې دي او اړوند شواهد د روسيې اړوندو امنيتي ارګانونو ته سپارل شوي دي. دا په داسې مهال ده، چې تېره ورځ د روسیې دفاع وزارت د اوکراین د ۷۱ بې پیلوټه الوتکو د نسکورېدو خبر ورکړی و.

