ډېر لوستل شوي

له پاکستان سره د سوداګرۍ او ټرانيت په تړاو افغان حکومت نوې پرېکړه کړې

اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي خپلواکۍ او د افغان سوداګرو د حقونو د ساتنې په موخه له پاکستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ په تړاو نوې پرېکړه کړې ده.

د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند خپلو سوداګرو ته سپارښتنه کړې، چې له پاکستان سره خپله سوداګري تر ممکنه حده راکمه کړي، ځکه پاکستان تل د افغانستان د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او غیر سیاسي مسایل یې د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کارولي دي.

ښاغلي برادر اخوند ټينګار کړی، چې افغان سوداګر دې د خپلو اموالو د ټرانزیټ لپاره له نورو میسرو او بدیلو لارو ګټه واخلي، او هغه واردات چې له پاکستان څخه ترسره کېږي، دې نورو مارکېټونو او هېوادونو ته واړوي، چې اوس په پراخه کچه شتون لري.

د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال همداراز زياته کړې، چې دوا دې په بشپړه توګه له نورو هېوادونو واردېږي، او افغان سوداګر دې په پاکستان کې خپل حسابونه تصفیه او هلته خپلې سوداګریزې چارې بندې کړي.

اړوند خبرونه