د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د پنجشېر ولایت د «پارندې» د برېښنا بند د پرانیستې په مراسمو کې ويلي، چې دا پروژه د هېواد د روښانه راتلونکې لپاره یو بل مهم ګام دی.
د اميډ راډيو خبريال چې دې مراسمو کې ګډون کړی د ښاغلي برادر په حواله ويلي، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د دې پروژې چارې په ځانګړې پاملرنې سره پر مخ وړل شوې او نن په بریالۍ توګه ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.
ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړې: “دا پروژه نه یوازې د برېښنا د تولید په برخه کې مهمه ده، بلکې د دولت د عوایدو د زیاتېدو لپاره به هم هر کال د پام وړ ونډه ولري.”
د رياستالوزرا اقتصادي مرستيال ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د افغانستان د پرمختګ لپاره عملي پروګرامونه لري، او دا یوازې شعار نه، بلکې یوه ښکاره واقیعت دی. د معلوماتو له مخې، دا کارخونه د ۷.۶ میلیونه ډالرو په لګښت جوړه شوې، چې له فعالېدو سره به د برېښنا په برخه کې د یاد ولایت اړتیاوې تر ډېره حده پوره کړي.

