د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی چې د کندهار په «میانشین» ولسوالۍ کې د ۷۰ کلیو متره اوږد سړک د رغولو چارې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا سړک د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د ۱۳۳ میلیون افغانیو په لګښت بیارغول شوی دی.
سرچینې لیکلي چې د دې پروژې د چارو پرمهال سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه، او په بشپړیدو سره يې د نوموړې ولسوالۍ د اوسیدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شوې دي. د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته د هېواد د یو شمېر لویو لارو د اساسي رغولو کارونه هم روان شول چې د ځینو چارې یې بشپړېدو ته نږدې دي.

