راپورونو ویلي چې پاکستان د خپل پخواني سیال نوي ډیلي، پر وړاندې د برلاسۍ په پار د روان کال په پسرلي کې په واشنګټن کې له لابيګرو شرکتونو سره ګرانبیه تړونونه لاسلیک کړي. ویل کیږي چې ددې تړونونو ارزښت سلګونو میلیونو ډالرو ته رسیږي.
د پاکستان د نړیوال دریځ پیاوړتیا، د تعرفو په کمولو د ډونالډ ټرمپ هرکلی او د امریکا له اوسني حکومت سره د اړیکو ټینګښت ددغو لابیګریو غوښنه برخه تشکیلوي.
د نیویارک ټایمز په ګومان دا ډول کړنې له امریکا سره د پاکستان د اړیکو د بیارغونې او د نړیوال ملاتړ د جلبولو لپاره کیږي. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې زیاته کړې چې د اپرېل او می په میاشتو کې، د پاکستان د ډیپلوماتیکو هڅو له زیاتېدو سره هممهاله، دغه هېواد په واشنګټن کې د لابيګرۍ هڅې د نوي ډیلي په پرتله درې چنده چټکې کړي. د پاکستان لومړي وزیر تر دې دمخه په نړیوالو سټېجونو ښاغلی ټرمپ په افراطي ډول ستایلی او نوموړی یې د سولې نوبل جایزې ته هم نومولی و.
د الجزیرې تلوېزیون موندنې ښیي چې د امریکایانو په منځ کې د اسرائیلو د محبوبیت د زیاتولو په پار یو شمېر ټولنیزې رسنۍ ګومارل شوې چې له دې کاره د وسلې په څېر ګټه پورته کیږي. دا ډیجیټلي رسنۍ کوښښ کوي چې د اسرائیلو او امریکایي ملتونو ترمنځ پیوستون ته کار وکړي او د فلسطینیانو په تړاو د امریکایي وګړو ذهنیت منفي کړي.
په دې وروستیو کې مریلېنډ پوهنتون یوې نظر پوښتنې موندلې وه چې د امریکایي وګړو په منځ کې د اسرائیلي رژیم محبوبیت خورا بیکه شوی دی.
د امریکایانو په منځ کې د اسرائیلو د محوبیت د پیکه کېدو راپورونه په داسې حال کې ورکول کیږي چې په دې وروستیو کې له اسرائیلي رژیم هغه هېوادونه هم پر شا شوي چې وړاندې یې ترې مالي او پوځي ملاتړ کاوه.

