ډېر لوستل شوي

بنګله‌دېش کې لاریونونه پر تاوتریخوالي اوښتي

د بنګله‌دېش په پلازمېنه ډاکه کې پرون (پنجشنبه، لړم ۲۲مه) پراخ حکومت ضد لاریونونه شوي دي.
ویل کیږي چې د حکومت ضد دا لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي دي.
دا مظاهرې د جماعت اسلامي ګوند له خوا رهبري کېږي، چې موخه یي هېواد کې د عمومي ټولټاکنو ژر تر ژره ترسره کېدل دي.
همداراز دغه ګوند د پخوانۍ لومړۍ وزیرې (شیخ حسینې) د نیولو او محاکمې غوښتنه هم کړې ده.
د بنګله‌دېشي رسنیو په وینا، د ډاکې ښار په بېلابېلو سیمو کې لاریون کوونکو عامه تاسیسات او وسایط ویجاړ کړي هم دي.

اړوند خبرونه